د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې ټاکل شوې د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۹نېټه د اسلامي همکارۍ سازمان غړي هېوادونه په پاکستان کې د افغانستان پر وروستیو تحولاتو خبرو لپاره سره راټول شي. نوموړي ویلي چې افغانستان د ټولې سیمې ځانګړې توګه د پاکستان لپاره له پام وړ اهمیته برخمن دی او دوی غواړي چې په یاده غونډه کې په افغانستان کې وروستي تحولات تر بحث لاندې ونیسي او دغه راز له موجوده ستونزو څخه د دغه هېواد پر ایستلو خبرې اترې وکړي. نوموړي ټینګار کړی دی چې د اسلامي همکارۍ سازمان غړي هېوادونه باید په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوي ته راودانګي. قریشي هیله ښودلې چې یاده غونډه به مثبتې پایلې ولري.
































