د افغانستان د سولې مسایل لکه څنګه چې تمه وه، داسې پرمخ نه دي روان. د امریکا ددفاع وزیر د افغانستان د سولې په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي د سولې په برخه کې ټول فعالیتونه له ټاکل شوي او اټکل شوي مهالوېش وروسته پاتې دي او لا هم په دغه هېواد کې جګړه روانه ده. د مارک ایسپر په خبره د سولې چارې د تمې پرخلاف خورا ورو دي خو دوی هڅه کوي له طالبانو او افغان حکومت سره خپلو خبرو ته ادامه ورکړي څو ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل او جګړه پای ته ورسول شي. نوموړي همدا راز ویلي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د سولې هڅې هم له خنډ سره مخ کړې دي او دغه ډلې ته په کار ده چې ژر تر ژره پر هوکړه عمل وکړي او له جګړو لاس په سر شي.
































