امریکا وایي له مرستندویه بنسټونو سره افغانستان ته د مرستې رسولو پر لارو چارو کار کوي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دوی په دې لټه کې دي چې له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو سره په ګډه افغانستان ته د مرستې رسونې پر غوره لارو چارو غور وکړي.
ساکي وایي دوی افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو په برخه کې هر ډول همکاري کوي خو په سیاسي برخه کې به یې محدودیتونه پر خپل ځای وي. د ساکي په خبره د بندیزونو او محدودیتونو په تړاو د امریکا دریځ تر دې دمه پر خپل ځای دی.
امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت په ځلونو له دغه هېواد د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې ده او وایي چې په هېواد کې د روان ناوړه اقتصادي وضعیت اصلي لامل همدا بندیزونه دي.
































