امریکا په افغانستان کې پر هدفي بریدونو اندېښنه ښوودلې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دوی او ملګري هېوادونه یې په افغانستان کې پر وروستیو هدفي بریدونو اندېښنه ښيي.
سرچینه وایي افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د نړیوالو څارونکو بنسټونو راپورونه د جدي اندېښنې وړ دي او طا لبانو ته په کار ده چې په دې برخه کې پر خپلو کړو ژمنه عمل وکړي. دغه اعلامیه د کاناډا، امریکا، برېټانیا، اروپايي ټولنې، جرمني، جاپان، پرتګال، پولنډ، بلجیم، استرالیا، هسپانیا، هالنډ او نورو هېوادونو له لوري په ګډه خپره شوې او ددې غوښتونکي دي چې افغانستان کې د ټولو وګړو حقونو ته درناوی وشي. د افغانستان نوي حکومت تر دې دمه پر دغه اعلامیه غبرګون نه دی ښوودلی.
































