امریکا او روسیه د اوکراین پر مسئله خبرې کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې راتلونکې سه شنبه د امریکا او روسیې ولسمشران په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې اترې ولري. ددې خبرو مهمه موضوع اوکراین او ددې هېواد په شاوخوا کې د روسیې له لوري د جوړو شوو ګواښونو لرې کول دي.
په ورته وخت کې د امریکا استخباراتي ادارې وايي چې روسیې شاوخوا ۱۷۵ زره عسکر د اوکراین شاوخوا ځای پر ځای کړي دي او پر دغه هېواد د برید پلان لري.
ناټو هم ویلي چې روسیه دې له ورته پاروونکو اقداماتو لاس په سر شي او که دا کار و نه کړي نو له سختو زیانونو سره به مخ شي.
































