د امریکا ددفاع وزیر وايي د تخلیې ماموریت یې بریالی و. جنرال لویډ آسټین په یوه امریکایي رسنۍ کې د امریکا د دفاعي وضعیت په اړه له سخته پوښتنو سره مخ شوی دی. هغه د افغانستان په اړه د یوې پوښتنې په مقابل کې، چې له افغانستان په وتلو پښېمانه یاست کنه، بې ځوابه پاتې شوی دی.
امریکايي رسنۍ وایي د دفاع د وزیر اوږد سکوت په دې مانا دی چې امریکا په خپلو پلانونو کې ماته ده او د اوسني بې برخلیکه وضعیت مسوولین دي. د امریکا ددفاع وزیر له دې هر څه سره وایي، چې دوی له ستونزو سره مخ وو، خو د تخلیې ماموریت بریالی و.
دده په وینا په دې ماموریت کې ۱۳ امریکایي عسکر او ۱۰ ملکي افغانان ووژل شول، خو په مقابل کې یې شاوخوا ۱۲۴ زره کسان ژغورل شوي دي.
































