قطر د کابل هوایي ډګر د پاتې برخو رغولو او فعالولو ته لیوالتیا ښودلې ده. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد عبدالرحمن الثاني ویلي چې که چېرته د ا.ا.ا چمتو وي نو هېواد یې د کابل هوایي ډګر د پاتې برخو رغولو او فعالولو ته تیار دی. نوموړي د مدیتراني په نامه خبرو اترو ته په انلاین خبرو کې ویلي چې قطر د ترکیې په همکارۍ غواړي چې د کابل هوایي ډګر بېرته ترمیم او مجهز کړي. د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو مخکې تر دې یې په وار وار د بهرنیو هېوادونو له نظامي حضور پرته د هغوی د هر ډول همکاریو هرکلی کړی دی.
































