د سوریې دولتي ټلویزیون په عراق کې د امریکایي ځواکونو په پوځي اډه کې د څو پرلپسې چاودنو خبر ورکړی دی. د راپور له مخې، نن د عراق د شمالي سیمې التنف په حمص ولایت کې د امریکایي پوځیانو په نظامي اډه کې دننه څو چاودنې شوې دي. راپور کاږي چې تر اوسه د چاودنو د څرنګوالي او له امله یې د تلفاتو اوښتو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی. امریکایي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. د ویلو ده چې دا اډه د روان کال د اکټوبر میاشتې په ۲۰مه نېټه هم تر هوایي برید لاندې راغلې وه خو تلفات یې مالوم نه شول.
































