د هند دولتي چارواکو راپور ورکړی دی چې د یو هندي پوځي په خطایي ډزو ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي. راپورونه وایي چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د دغه هېواد په ناګلنډ ایالت کې د میانمار پولې ته څېرمه رامنځته شوې ده. چارواکي وایي چې یاد ملکیان په یوه لرې پرته سیمه کې خپلو پټیو ته د حاصلاتو د راټولولو لپاره راوتلي و چې پوځي ورباندې د ترهګرو ګومان کړی دی او ډزې یې ورباندې کړې دي. د هندي پولیسو په خبره د یاد پوځي په ډزو ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
































