روسیه او هند په ګډ کنفرانس کې پر افغانستان خبرې کوي. د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د روسیې او هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیران ګډه غونډه جوړه کړي چې یوه مهمه موضوع به یې د افغانستان وضعیت وي.
روسي چارواکي وايي چې هند په سیمه کې د افغانستان د اوسني وضعیت او امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه لري نو له همدې امله غواړي په دې تړاو له روسیې سره خبرې وکړي. په دې غونډه کې به د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، پر سیاسي او نظامي همکاریو او د دواړو لورو ترمنځ د تماسونو پر ډېرولو هم بحث کېږي.
دوی به په پای کې د افغانستان په اړه یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړي چې په هغه کې به یې خپلې اندېښنې او وړاندوینې شریکې کړې وي.
































