د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د یو پراخ بنسټه حکومت له جوړېدو پرته په دغه هېواد کې د ثبات راتګ ناممکن دی. د یاد وزارت ویاند سعید خطیب زاده څرګنده کړې، هر هغه هېواد چې په حکومتي چارو کې د قومي ترکیب له رامنځته کېدو انکار کوي پرمختګ او بقا یې نه شي تضمینېدای. هغه دغه راز د افغان او ایراني پوله ساتو نښتې ته په اشارې ویلي چې افغان پوله ساتي له صفري نقطې سره بلد نه وو او هغوی فکر کاوه چې ایراني ځواکونه یې خاورې ته دننه شوي دي نو ځکه یې ورباندې ډزې کړې دي او ترمنځ یې نښته شوې ده. هغه ویلي چې له افغان حکومت سره په تماس کې دي او افغان لوري ډاډ ورکړی دی چې په راتلونکي کې به ورته تېروتنې نه تکرارېږي.
































