روسیې ویلي چې په تاجیکستان کې یې خپلې پوځي اډې ته ۳۰ نور ټانکونه هم استولي دي. روسیې ویلي چې له دې چارې یې موخه په تاجیکستان کې د افغانستان پولو ته څېرمه د نظامي وړتیاوو پراختیا او پیاوړتیا ده. روسي رسنیو د یاد هېواد د پوځي چارواکو له قوله زیاته کړې ده چې دوی لا هم له افغانستان څخه روسیې او د دغه هېواد ملګرو هېوادونو ته د ترهګرۍ پر خپرېدو اندېښمن دي او هڅه کوي چې تر خپله وسه د خپل ځان او ملګرو هېوادونو ساتنه وکړي. روسیې زیاته کړې ده چې دوی به په هیڅ صورت اجازه ورنه کړي چې ترهګري سیمې ته نفوذ پیدا کړي او پر همدې بنسټ هڅه کوي چې له تاجیک پوځیانو سره په ګډه د دې پدیدې مخنیوی ممکن کړي.
































