په افغانستان کې له ماتې او ماموریت باید درسونه واخیستل شي. امریکايي سناتوران وایي د دوی یوه ځانګړې او ستره کمېټه به په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور او ماتې په اړه پلټنې پیلوي او په خبره یې په دې ماموریت کې ډېر درسونه دي چې باید واخیستل شي او د امریکا راتلونکې پالیسي تشکیل کړي.
سناتوران وایي دا باید واضح شي چې ولې امریکا له دومره امکاناتو سره و نه شوی کړی په افغانستان کې بریالی ماموریت ولري. همدا راز امریکايي سناتوران په دې باور دي چې افغانستان کې ماتې او رسوایي باید د امریکا لپاره یو درس وي، داسې تېروتنې چې دا ماموریت یې ناکام کړی، باید په نښه شي او په راتلونکو ماموریتونو کې له دې تجربو ګټه واخیستل شي.
د امریکا کانګریس تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د دواړو ګوندونو د استازو له ګډون د افغانستان د مسئلې د څېړلو لپاره یو پلاوی جوړوي او هغه به دا ماموریت ارزوي.































