اندونیزیا په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي. د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له افغانستان سره د اړیکو د دوام او له دغه هېواد سره د بشردوستانه مرستو په موخه په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.
اندونیزیا وایي دوی ددې تمه لري چې وکړی شي په افغانستان کې له اړمنو سره مرستې وکړي او په دغه هېواد کې د دایمي سولې په برخه کې مهم رول ولوبوي، نو ځکه خپل سفارت بېرته پرانیزي او ديپلوماتیکو فعالیتونو ته ادامه ورکوي. د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې له دې اقدام یې موخه د نوي حکومت په رسمیت پېژندل نه دي، بلکې غواړي بشردوستانه مرستې ولري او په تحصیلي برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
































