امریکا او اروپايي ټولنه وایي روسیه پر اوکراین د برید لپاره بشپړ چمتووالی لري. اینډپېنډنټ ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې د امریکا او اروپا استخباراتي ادارو د روسیې د اقداماتو په اړه پراخ معلومات راټول کړي او سل سلنه ډاډه دي چې مسکو پر اوکراین د برید پلان لري. استخباراتي ادارې وايي د پوځ تحرکات پراخ شوي دي او ښايي روسي پوځیان د خپلو جنرالانو امر ته منتظر وي. په ورته وخت کې اروپايي ټولنې او امریکا روسیې ته خبرداری ورکړی چې که پر اوکراین برید وکړي او یا داسې کوم تحریکوونکی ګام اوچت کړي نو له سختو بندیزونو سره به مخ شي.
































