اسراییل غواړي امریکا پر ایران برید ته وهڅوي. اسراییلي رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي چې ددغه هېواد د دفاع وزیر او د استخباراتي ادارې مشر به امریکا ته ځي او هلته غواړي د امریکا ولسمشر جو بايډن او دفاعي چارواکي پر ایران برید ته وهڅوي. اسراییل دا نه وايي چې په ایران کې دې د ننه اټومي تاسیسات په نښه شي، بلکې ددې غوښتونکی دی چې په یمن او سوریه کې د ایران پر نظامي اډو او هدفونو بریدونه وشي. اسراییلو یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې په سیمه کې وضعیت خطرناک کېدو ته نږدې شوی دی او امریکا ته په کار ده چې د ایران پر وړاندې نرمښت نور پرېږدي.
































