برېټانیا د تخلیې ماموریت کې په لټۍ تورنه شوې ده. د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني چارواکي په تازه مرکه کې ویلي، چې برېټانیا له خطر سره د مخ افغانانو په ایستلو کې لټي کوله او اقدامات یې اغېزناک نه وو.
د رافایل مارشال په خبره د برېټانیا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب هم د افغانانو د ایستلو لپاره واضح پلان نه درلود او دغه راز د بهرنیو چارو وزارت د بحراني برخې کارکوونکي هم خورا کم وو. هغه د برېټانیا پارلمان ته ویلي چې له خطر سره د مخ افغانانو له ډلې برېټانیا ان د پنځه سلنې کسانو په ایستلو هم نه ده بریالۍ شوې او په دې برخه کې یې لټي کړې ده.
رافایل همدا راز وایي چې بهرنیو چارو وزارت په واضح توګه د افغانستان مسئله نه درک کوله او نه یې هم کوم پلان درلود. هغه په دې باور دی چې لا هم برېټانیا له خطر سره د مخ افغانانو په اړه واضح تګلاره نه لري او دا چاره یې د اندېښنې وړ ده.
































