بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړه غندلې ده. د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي په تازه څرګندونو کې ویلي چې په م.م کې د افغانستان دایمي استازولي دلته د حاکم نظام مشروع حق دی او باید نړیواله ټولنه دې مسئلې ته درناوی وکړي.
بلخي وایي، د افغانستان نوی حکومت پر ټول هېواد واکمني لري، امنیت یې تامین کړی او نړیوالو تعاملاتو ته تیار دی، نو له همدې امله ملګرو ملتونو ته په کار وه چې د دوی دایمي استازی ومني. نوموړی دغه راز وایي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مخکیني حکومت استازی له مرکز سره هېڅ راز اړیکه نه لري، نو د هغه ماموریت قانوني بڼه نه لري او نه هم افغانستان ته ګټه رسولی شي.
هغه پر ملګرو ملتونو او نړیواله ټولنه غږ کړی چې د افغانستان پر وړاندې له خپلو فشارونو لاس واخلي او له افغانانو سره دې خپلو اړیکو ته ادامه ورکړي.
































