د راپورونو له مخې، د یوې پوځي چورلکې د نسکورېدو پېښه کې دوه پاکستاني پیلوټان وژل شوي دي. د پاکستان اج ټيوي راپور ورکړی دی چې دا پېښه د سیاچین په نامه هغه سیمه کې رامنځته شوې ده چې د هند تر کنټرول لاندې ده. د پاکستان پوځ پېښه تایید کړې ده او زیاته کړې یې ده چې په دې پېښه کې د عرفان او راجا زیشان په نوم د پوځ دوه پیلوټان وژل شوي دي. پوځ یادې سیمې ته د چورلکې د تلو او دغه راز د چورلکې د نسکورېدو علت نه دی روښانه کړی.
































