د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د پولیسو پر موټر باندې چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې پنځه پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. راپورونه وایي چې په دې پېښه کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. د پاکستان پوځ بیا د پېښې د پخلي ترڅنګ زیاته کړې ده چې په دې پېښه کې لومړی ټول ټپيان وو خو دوو هغو په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده. د پېښې پړه تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































