د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې څخه د هغو نیمګړو پروژو د بشپړولو غوښتنه کړې ده چې د تېر نظام په وخت کې پیل شوې وې خو چارې یې نیمګړې پاتې شوې دي. مولوي عبدالسلام حنفي دغه راز له نوموړې سره په لیدنه کې د افغانستان د ملي پانګې پر ازادولو هم ټینګار کړی دی. په ورته وخت کې دیبورا لاینز ویلي چې د افغانستان ا.ا غوښتنې به له ملګرو ملتونو سره شریکې کړې. دغه راز نوموړې د افغانانو د امنیت پر تامین د ټینګار ترڅنګ د ښوونکو او روغتیایي پرسونل د معاشونو د ورکړې ژمنه هم کړې ده.
































