په عراق کې تر نسبي ارامي وروسته یوه درنه چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. راپورونه وایي چې دا چاودنه د دغه هېواد په بصره ښار کې یو روغتون ته څېرمه شوې ده چې په نتیجه کې یې اووه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي. عراقي چارواکو ویلي چې دا په وروستیو دوو کلونو کې تر ټولو زوروره چاودنه وه. چارواکي وایي چې په پېښه کې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي. تر اوسه پورې د چاودنې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































