پاکستان وایي روان کال شاوخوا ۱۸۰ زره افغانان دغه هېواد ته ورغلي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، له هغه وروسته چې د وېزې ورکړه انلاین شوې ده، اسانتیا پکې راغلي نو شاووخوا ۱۸۲ زره کسان پاکستان ته د وېزو له لارې ورغلي دي. نوموړی وایي له دې ډلې ۱۲ زره یې د پاکستان له لارې بهرنیو هېوادونو ته تللي دي، له څلوېښتو زرو تر پنځوسو زرو یې د ملګرو ملتونو له لارې په بېلو هېوادونو کې د پنا غوښتنه کړې ده او ځينې یې بیا په دې هېواد کې مېشت شوي دي. پاکستاني لوري ویلي چې دوی د وېزې ورکړه نوره هم اسانه کوي او په دې لټه کې دي چې وکړی شي د افغانانو ستونزې حل کړي او د ډېرې ګڼې ګوڼې مخنیوی وکړي.
































