پاکستان او ناټو په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره کتلي دي او پر روان وضعیت یې خبرې لرلې دي. قریشي ویلي چې افغانستان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او د ناټو غړي هېوادونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي.
د ناټو عمومي منشي هم ویلي چې دوی په افغانستان کې خپلې موخې تر لاسه کړې دي او په دې برخه کې یې د پاکستان هم د ستاینې وړ بللې ده. ینس سټولټنبرګ دغه راز ټینګار کړی دی چې له افغانستان سره به بشري مرستې ادامه ولري او په دې برخه کې د ناټو د غړو هېوادونو ژمنې پر خپل ځای دي.
































