د اوربند په تړاو د ولسمشر غني د پرله پسې غوښتنو به دوام نوموړي پرون یو ځل بیا له نړیوالو وغوښتل چې طالبان اوربند او د تاوتریخوالي کموالي ته وهڅوي. پرون د عدم انسلاک غورځنګ د غړو هېوادونو مشرانو او استازو په یوه ویډیويي کنفرانس کې ګډون کړی و. دوی په سیمه کې د کرونا ویروس پر وړاندې پر روانې مبارزې او لارو چارو خبرې کړې دي. په دغه کنفرانس کې ولسمشر غني یو ځل بیا غوښتي چې د دغه ویروس پر وړاندې اغېزمنې مبارزې لپاره باید په هېواد کې اوربند وشي او نړیوال دې په دې برخه کې همکاري وکړي.
ولسمشر غني د عدم انسلاک غورځنګ له غړو هېوادونو او ملګرو ملتونو غوښتي، څو طالبان اړباسي چې بشري اوربند ته غاړه کېږدي. هغه په خپلو خبرو کې د طالبانو روانه جګړه غیر منطقي تاوتریخوالی یاد کړی او پر نړیوالو یې غږ کړی چې له اوربند سره همکاري وکړي. د ده په خبره: ((د عدم انسلاک غورځنګ له ټولو غړو غواړو پر طالبانو غږ وکړي چې له خپل غیر منطقي تاوتریخوالي لاس واخلي او په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره له سیاسي بهیر سره یو ځای شي)).
نوموړي همدا راز پر طالبانو هم غږ وکړ چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د ملګرو ملتونو هغه غوښتنې ته درناوی وکړي چې په ټوله نړۍ کې یې د بشري اوربند غږ کړی دی. ولسمشر په هېواد کې روانه جګړه پردۍ او نیابتي بللې او په خبره یې دا جګړه پر افغان خاوره څلوېښت کلنه شوه چې باید پای ته ورسول شي. هغه د کرونا ویروس پر وړاندې هم مبارزه کې د نړیوالو مرسته مهمه بللې او پر دوی یې غږ کړی چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي. ولسمشر غني د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو هم غږ کړی چې د همکارۍ روحیه پیاوړې کړي او په دې سختو شرایطو کې د یو بل لاسنیوی وکړي.
د عدم انسلاک غورځنګ د غړو هېوادونو غونډه پرون د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوې وه چې د غړو هېوادونو د استازو او ولسمشرانو ترڅنګ د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د اروپايي کمېسیون مشرتابه پکې ګډون کړی و. دوی د کرونا ویروس پر ضد مبارزه کې پر همکارۍ او نورو مواردو بحثونه کړي دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په دې کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې کرونا ویروس ټوله نړۍ ځپلې ده او د نړیوالو مسوولیت دی چې په ګډه یې پر وړاندې مبارزه وکړي.
د عدم انسلاک غړو هېوادونو هم ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به همکاري کوي او همدا راز باید په ګډه په سیمه کې د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه وشي.
بلخوا د ولسمشر ویاند هم پرون په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام به د سولې په تړاو خلک بې باوره کړي او همدا راز به ددې سبب شي چې کرونا ویروس په هېواد کې خلکو ته تلفات واړوي. د ده په خبره: ((یو ځلې بیا طالبانو ته په خطاب کې وایم، چې بشر دوستانه اوربند ومني او تاوتریخوالي ته دې د پای ټکی کېږدي، کرونا ویروس لامل کېږي چې مونږ له ننګونو سره مخ شو، له دې ډلې غواړو چې له دې مسوولیت نه انکار ونه کړي، له هغه پرته به مسوولیت د دې ډلې پر غاړه وي، اوربند زمونږ او د نړیوالو همکارانو غوښتنه ده)).
افغان حکومت داسې مهال په مکرره توګه له طالبانو د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کوي چې یادې ډلې په ځلونو د افغان حکومت، امریکا او د ملګرو ملتونو د اوربند غوښتنه رد کړې ده. دوی وایي چې د خپلو موخو لپاره جګړې ته ادامه ورکوي او په وینا یې افغان حکومت د سولې په لار کې خنډونه جوړوي.
































