د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمه باجوړ کې په یو وسله والو برید کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي دي. راپورونه وایي چې دا پېښه د باجوړ په شمالي سیمه کې په یو بازار کې کې رامنځته شوې ده. د سیمې اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې د سیدګل په نامه پولیس افسر او ورسره ساتونکی یې په رخصتي خپل کور ته راغلي وو خو په بازار کې د نامعلومو وسله والو په برید کې دواړه ځای پر ځای وژل شوي دي. پولیسو ویلي چې تر پېښې وروسته یې په سیمه کې د لټون عملیات پيل کړي دي خو څه شواهد یې نه دي موندلي. تر اوسه پورې د برید پړه هم کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































