چین له افغانستان سره د نورو مرستو ژمنه هم کړې ده. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لي جیان ویلي چې چین د افغانستان د دوستانه ګاوندي هېواد او صمیمي ملګري په توګه د دغه هېواد د بیا رغونې او اقتصادي پرمختګ په چارو کې تل همکاري کړې ده او د مرستو دوام ته ژمن دی. لي جيان زیاته کړې ده چې چين د افغانستان د خلکو د غوښتنو له مخې له دغه هېواد سره د دوه سوه ميليونو يوانو په ارزښت د بيړنيو بشري مرستو د عملي کولو کارونه چټک کړي دي. هغه دغه راز له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې ده چې له افغانستان سره اړینې مرستې وکړي او د دغه هېواد ملاتړ وکړي. نوموړي دغه راز له هغو هېوادونو چې د افغانستان د مسئلې د حل دنده ورله غاړې ده هم غوښتنه کړې ده چې باید مسوولیت ومني او له دې وروسته دې خنډونه جوړ نه کړي.
































