د هند سمندري ځواکونو تایید کړې ده چې د دغه هېواد د لوی درستیز بپین روات لېږدونکې الوتکه نسکوره شوې ده. انډیا ټوډې راپور ورکړی دی چې د بپین روات لېږدونکې الوتکه نن د دغه هېواد په جنوب کې را غورځېدلې ده. راپور کې د هندي چارواکو له قوله راغلي چې دوی د پلټنې عملیات پیل کړي دي خو تر اوسه پورې د نسکورې شوې الوتکې له نهه تنه سپرلۍ څخه یوازې درې تنه یې ژغورل شوي دي. راپور کې د لوی درستیز په اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړل شوي. د هندي چارواکو په خبره دوی خپلې څېړنې پیل کړې دي او نتیجه به یې وروسته له رسنیو سره شریکه کړي.
































