بریټانوي رسنیو له افغانستان څخه د تخلیې عملیاتو په اړه یو راپور خپور کړی دی. راپور کې راغلي چې بریټانوي ځواکونو د تخلیې ماموریت پر مهال د انسانانو پر ځای ۲۰۰ سپیان او پیشوګانې لندن ته لېږدولې دي. یو پخواني بریتانوي ډيپلوماټ رافایل مارشال ویلي چې بریټانوي ځواکونو په کابل کې د خپلو افغان همکارانو پر ځای هغو ۲۰۰ پیشوګانو او سپیانو ته لومړیتوب ورکړی دی چې دغه هېواد ته یې ورسره بیولي وو. هغه زیاته کړې ده چې دی پر دې موضوع سخت خواشینی شوی دی. هغه ټینګار کړی دی چې بریتانوي ځواکونو په دې کار سره افغانان ډېر ناهیلي کړي دي.
































