د روغتیا نړیوال سازمان استازي په افغانستان کې د روغتیا پروژې پر دوام د ټینګار ترڅنګ ویلي چې د دې پروژې د دوام لپاره دوی د روان کال تر پایه ۶۰ میلیون ډالر او د راتلونکي کال تر نیمایي ۱۰۰ میلیون ډالر مالي سرچینې برابرې کړې دي. په همدې حال کې د افغانستان ا.ا د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې ا.ا د روغتیا نړیوال سازمان د وړاندیزونو او غوښتنو عملي کولو ته ژمن دی. نوموړي دا څرګندونې د یاد سازمان له استازي لیو ډیپني سره په لیدنه کې کړې دي. عبدالکبیر د روغتیا پرواګرام ته د مالي امکاناتو برابرولو له امله له یاد سازمان څخه مننه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې دغه سازمان تر اوسه پورې له افغانستان سره پر شویو ژمنو عمل کړی دی او ا.ا هم ژمن دی چې ټولو وړاندیزونو او غوښتنو ته یې رسیدګي وکړي.
































