د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ویلي چې امریکا له افغانستان څخه د متوجه هر ګواښ دفاع کولو ته چمتو ده. نوموړي زیاته کړې ده چې دوی له افغانستان څخه بهر د ترهګرۍ ضد ټول امکانات ځای پر ځای کړي دي او د امریکا ګټو ته متوجه ګواښ ته به په لومړیو شیبو کې رسېدګي وکړي. ولسمشر بایډن د دې موضوع په اړه د امریکا سنا مجلس ته د جنګي اختیاراتو په نوم خپل لیک استولی دی. بایډن ویلي چې دوی د ۲۰۲۱ میلادي کال د اپریل میاشتې په ۱۴مه نیټه له افغانستان څخه د سرتېرو د وتلو بهیر پیل کړی و چې دا بهیر بشپړ شوی دی خو ټینګار یې کړی دی چې دوی له دغه هېواد څخه بهر د ترهګرۍ ضد ټول اړین امکانات ځای پر ځای کړي دي او د اړتیا په صورت کې به ترې استفاده وکړي.
































