د اسلامي نړۍ د علماوو شاوخوا ۲۱ ټولنو له افغانستان سره د مرستو غوښتنه کړې ده. د اسلامي نړۍ د علماوو شاوخوا ۲۱ ټولنو په ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې اسلامي هېوادونه دې د افغانستان لاسنیوی وکړي.
د دوی په خبره افغانان په دې سختو شرایطو کې پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري او ددغه هېواد اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي، نو له همدې امله د اسلامي هېوادونو هر وګړي، سیاستوال او مرستندویه بنسټ ته په کار ده چې له افغانستان سره تر خپلې وسې مرسته وکړي.
بلخوا ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې د اسلامي همکاریو د نړیوال سازمان غونډه هم ترسره شي او هلته به مرستندویه هېوادونه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو ژمنه کوي.
































