ازبکستان پر افغانستان د اقتصادي فشارونو د ختمولو غوښتنه کړې ده. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغانان له سخت اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ دي او د نړیوالې ټولنې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
دده په وینا په ګاونډي افغانستان کې یې خلک له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي نو له همدې امله له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر دغه هېواد اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي او کنګل شوې شتمنۍ یې ازادې کړي.
د کاملوف په خبره په افغانستان کې ددې وخت نه دی، چې نړیواله ټولنه له فشارونو کار واخلي او یا د خلکو ژوند ته خطرونه جوړ کړي. تر دې وړاندې روسیې، چین او پاکستان هم له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان کې کنګل شوې شتمني ازاده کړل شي.
































