اروپايي ټولنه وایي په افغانستان کې د بانکونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي جوزف بورل په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او روان اقتصادي وضعیت اندېښمن کړي دي.
دده په وینا د بانکونو اوسنی وضعیت او د خلکو اندېښنې دوی ویني او تمه لري چې نړیواله ټولنه وکړی شي دلته خپلې مرستې ډېرې کړي. نوموړي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې افغانستان ته د مرستو پر رسولو ټینګار کړی دی او ژمنه یې کړې چې دغه هېواد ته به د مرستو په رسونه کې همغږي ډېروي.
































