برېښنا شرکت وایي د برېښنا بیه نه ده لوړه شوې او په دې تړاو خپرې شوې ګنګوسې بې بنسټه دي. د برېښنا شرکت مسوولین وایي دوی د تېر په څېر او په تېرو بیو خپلو چارو ته ادامه ورکوي او هغه ګنګوسې بې بنسټه دي چې ګواکي د برېښنا په بیو کې ډېروالی راغلی دی.
تېره ورځ په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې برېښنا شرکت د برېښنا بیه لوړه کړې ده او لامل یې هم د ډالر لوړېدل یاد کړي دي. د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله نورزی وایي چې د برېښنا ریاست چارې د پخوا په څېر روانې دي او په بیو کې هېڅ راز بدلون نه دی راغلی.
نوموړی همدا راز وایي چې د ژمي په را رسېدو سره د برېښنا کارونه ډېره شوې ده، چې له همدې امله ورسره د برېښنا پرچاوي هم ډېره شوې، نو کورنیو ته په کار ده چې د برېښنا په مصرف کې سپما ولري.
































