له ننګرهار د اته ویشت میلیونو ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي صادر شوي دي. د ننګرهار د صنعت او تجارت ریاست چارواکي وایي چې تېره میاشت کې یې له دې ولایت د ۲۸ میلیونو او ۲۹۰ زرو ډالرو په ارزښت صادرات لرلي دي.
سرچینه وايي چې په دې صادراتو کې تازه مېوه، حبوبات، قیمتي ډبرې او غالۍ انګلستان، متحده عربي اماراتو، چین، قطر، ترکیې، ایران، پاکستان او هند ته صادر شوي دي. ددغه ولایت چارواکي وایي دوی هڅه کوي د سوداګرو ستونزې حل کړي، شته خنډونه له منځه یوسي څو افغان سوداګر وکړی شي په ډاډه زړه خپل صادرات ترسره کړي.
































