ایران وایي د وین په مذاکراتو کې د مقابلو اړخونو له چلند ناخوښ دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په تازه څرګندونو کې ویلي اروپايي ټولنې ته یې د چلند د سمولو سپارښتنه کړې ده. دده په خبره په وین کې د دوی مذاکراتي ټیم حضور لري خو مقابل اړخ هېڅ رغنده ګام نه اوچتوي او نه هم د دوی چلند د ستونزې د حل لپاره مناسب دی.
دغه ایرانی ديپلومات وایي که د اروپايي ټولنې، امریکا او نورو اړخونو چلند همداسې وي لکه اوس، نو مذاکرات به بې پایلې وي. هغه یو ځل بیا ویلي چې په وین کې به یې څلوېښت کسیز پلاوی خپل حضور ته ادامه ورکوي او د اړتیا تر مهاله به هلته وي، خو که مذاکرات پایله و نه لري نو د ټولو لورو لپاره به سخته تمامه شي.
































