اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې ۱۵ غړو هېوادونو د ۴۰ زره افغان کډوالو د منلو هوکړه کړې ده. د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمیشنرې ییلوا یوهانسن دا اعلان د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو او عدلیې وزیرانو تر غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وکړ. د راپور له مخې له مخې، آلمان به ۲۵ زره، هالنډ ۳۱۵۹ او هسپانیه او فرانسه هر به ۲۵۰۰کسان ومني. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له دې مخکې له اروپايي ټولنې غوښتي وو چې په پنځو کلونو کې ۴۵ زره افغانان ومني، خو د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له خوا ورسره مخالفت شوی و. د راپورونو له مخې شاوخوا ۸۵ زره افغانان اروپايي ټولنې ته نږدې هېوادونو ته تليي دي. تر دې مخکې د اروپايي ټولنې د مهاجرت ادارې ویلي وو چې د افغانانو د پناه غوښتنې په سلو کې ۷۲ سلنه زیاتې شوي دي.
































