اروپايي ټولنې ویلي، چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په دوام غواړي، له دغه هېواد سره د۱۵۰ ټنه توکو او روغتیايي تجهیزاتو مرسته وکړي. دغې ټولنې ویلي، دا مرستې د سره صلیب، جرمني، فرانسې، یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان له لوري تیارې شوي او تمه ده راروانه اوونۍ د هوايي دهلیز له لارې افغانستان ته ولېږل شي. د اروپايي ټولنې د بحران د مدیریت کمیشنر یانز لنارچیچ افغانستان کې بشري وضعیت اندېښمنوونکی بللی او ویلي دي، د دې وضعیت د لا ناوړه کېدو د مخنیوی لپاره افغانستان زیاتو روغتیايي تجهیزاتو ته اړتیا لري. اروپايي ټولنه داسې مهال افغانستان ته روغتيايي توکي او تجهیزات رالېږي، چې لا هم روغتیايي سیستم له ډېرو ننګونو سره مخ دی. ځينو نړیوالو هېوادونو په وار وار د روغتیايي سیستم د ناوړه وضعیت په تړاو خبرداری ورکړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې له دغه سیستم سره دې بېړنۍ مرستې وکړي.
































