د ترکیې ولسمشر د اسلامي همکاریو سازمان د پارلماني ټولنې په غونډه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت پلوی دی. د اسلامي همکاريو سازمان د پارلماني ټولنې غونډه پرون جوړه شوې وه. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یادې غونډې ته ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د اسلامي هېوادونو ګډه هیله ده. هغه زياته کړه چې هېواد به يې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. له هغه وخته چې طالبان واک ته ورسېدل، د ترکیې مرستندویه ډلو په زیاته اندازه مرستې افغانانو ته استولې دي. ترکي چارواکو هم په وار وار په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی. سربیره پردې، اردوغان د پناه غوښتونکو، په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د یوې نوې څپې په اړه خبرداری ورکړ. هغه وویل، هېواد یې ترکیې او اروپايي هېوادونو ته د افغان کډوالو د تېښتې د یوې نوې څپې نښې ویني. اردوغان وویل چې ترکیه دا مهال د افغانانو په ګډون د څلور میلیونو کډوالو کوربه دی.
































