روسیه وایي منځنۍ آسیا ته د داعش د ننوتو مخه په کلکه نیسي. د روسیې لوی درستیز والري گراسیموف وایي چې هیواد یې د سیمې د ثبات او امنیت د ساتلو او د نړیوالو ترهگرو سازمانونو د فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره د گډ امنیتي ټرون سازمان یا CSTO او د شانګهای د همکارۍ سازمان له هیوادنو سره د گډو اقداماتو پلانونه لري. ګراسیموف په افغانستان کې د طالبانو بریالیتوب په سیمه کې د بې ثباتي اصلي عامل بللی او ویلي یې دي چې دغه کار نورې تروریستې ډلې هڅولي ترڅو خپل فعالیتونه ډیر کړي.
































