پنټاګون د افغان حکومت ګڼې چورلکې امریکا ته لېږدولې دي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، پنټاګون پخواني افغان پوځ ته ورکړې امریکايي او څو دانې روسي چورلکې امریکا ته لېږدولې دي او هلته د امریکایي پوځ په یوه اډه کې ځای پر ځای شوې دي.
راپورونه وايي چې دمګړی په ایروزینا کې د امریکا په یوه نظامي اډه کې د افغان پوځ ټولټال ۲۴ چورلکې ځای پر ځای شوې دي. په دې کې څلور روسي ایم.آی ۱۷ چورلکې او ۱۷ بیا امریکايي ایم.ډي ۵۳۰ چورلکې شاملې دي. امریکايي چارواکو د ټولو لېږدول شوو او یا پرېښودل شوو چورلکو او الوتکو په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو وایي دا چورلکې یې د خوندي ساتلو لپاره امریکا ته لېږدولې دي.
وروسته له هغه چې پخواني حکومت سقوط وکړ، نو امریکايي چارواکو هڅه وکړه چې د پخواني پوځ ځینې تجهیزات او امریکايي وسایل له دې ځایه ولېږدوي، خو د ډېری توکو په لېږدولو بریالي نه شول، چې دمګړی پر پنټاګون له دې امله سختې نیوکې هم موجودې دي.
































