کاناډا په افغانستان کې خپل دیپلوماتیک فعالیت له سره پیلوي. ځینو بهرنیو رسنیو راپور ورکړي، چې کاناډا غواړي په افغانستان کې خپل ديپلوماتیک ماموریت له سره پيل کړي او د خپل سفارت قونسلي برخه فعاله کړي. کاناډايي چارواکي وایي چې ددغه سفارت امنیت به د دوی ځانګړي ځواکونه ساتي او په خبره یې ځینې نور هېوادونه هم غواړي له ورته تکنیک په استفادې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.
تر دې وړاندې سعودي عربستان، اندونیزیا، هند او ځينو نورو هېوادونو په کابل کې د خپلو سفارتونو د بېرته پرانیستلو ژمنه کړې وه. رسنیو دا هم ویلي چې په ډېری هېوادونه غواړي د اروپايي تولنې د یوه ځانګړي دفتر له لارې له افغانستان سره ديپلوماتیکې اړیکې وپالي.
































