د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني طالبانو هغه څرګندونې چې ګواکې تحریک طالبان د افغانستان د اسلامي امارت یوه څانګه ده، رد کړي دي. تېر ورځ پر ټویټر د پاکستاني طالبانو یوه ویډیو نشر شوه چې په کې د دغه ډلې یو مشر نورولي محسود ادعا کوي چې ډله يې د افغانستان اسلامي امارت یوه څانګه ده. خو د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د نورولي محسود دغه ادعاوې رد کړي دي. مجاهد ویلي دي چې تحریک طالبان پاکستان د یوه سازمان په توګه د افغانستان اسلامي امارت برخه نه دي او دوی دواړه یو ډول اهداف هم نه لري. مجاهد پر پاکستاني طالبانو غږ کړی چې په خپل هیواد کې په سوله او ثبات باندې تمرکز وکړي ځکه دا مهمه ده چې دوی په پاکستان او سیمه کې د دښمنانو د لاسوهنې د هر چانس مخه ونیسي. نوموړي وویل چې دوی له پاکستان غوښتنه کوي چې د سیمې او د پاکستان د ښه والي لپاره د پاکستاني طالبانو غوښتنو ته پام وکړي. د ذبیح الله مجاهد په وینا پاکستان تحریک طالبانو مسئله د پاکستان داخلي مسئله ده او د افغانستان اسلامي امارت موقف دادی چې دوی د نورو هیوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي.
































