د افغانستان ا.ا له اسلامي هېوادونو غوښتي چې دوی په رسمیت وپېژني. د افغانستان د نوي حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له یوې عرب رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه په جوړېدو ده، نو له همدې امله له ټولو اسلامي هېوادونو غواړي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني. د مجاهد په خبره دوی له ټولو اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي نو له همدې امله د یاد سازمان غړو هېوادونو ته په کار ده چې له افغانستان سره مرسته وکړي او دلته نوی جوړ شوی حکومت په رسمیت وپېژني. د ا.ا اسلامي امارت له واک ته رسېدو شاوخوا څلور میاشت کېږي خو تر اوسه یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی. د بهرنیو چارو وزارت بیا په دې لټه کې دی چې نړیوال د افغانستان د نوي حکومت رسمیت پېژندلو ته قانع کړي خو تر دې په دې برخه کې بریالي شوي نه دي.
































