د اسلامي همکاریو سازمان د بشري حقونو د کمیسیون افغانه کمېشنره اصیلا وردګ وایي، د جمهوریت له سقوط وروسته، د افغانستان یو شمېر سفیرانو او جنرال کنسلانو په غلا او چور پیل کړی دی او په یوه او بل نامه له خلکو پیسې اخلي. نوموړې په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، کره شواهد لري، چې دغه کسان د کنسلي اسنادونو د تایید او پاسپورټونو د اخیستلو او تایید په بدل کې له خلکو له ټاکلې اندازې زیاتې او غیر قانوي پیسې اخلي. اصیلا وردګ دغه راز ویلي، چې ډېری سفیرانو خپل کار کوونکي په دې بهانه چې معاشونه یې بند شوي په خپلو کورونو باندې کېنولي او د دغه کسانو معاشونه خپلو بانکي اکونټونو ته استوي. نوموړې وایي، سره له دې چې هر سفیر یا جنرال کنسل په سفارت او اکنسلګرۍ کې د اوسېدو ځایونه لري، خو بیا یې هم د ځان لپاره جلا استوګن ځایونه کرایه کړي دي. دې پر بهرنیو چارو وزارت غږ کړی، چې د دغه ډول چور او غلا مخه ونیسي. بلخوا بیا د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي دفتر رییس ذاکر جلالي ویلي، له افغانستان بهر ټول سفیران او د افغانستان استازي د دوی تر څار لاندې دي او هغه کسان چې له بیت المال سره خیانت کوي حساب به ور سره کېږي.
































