نوی حکومت وایي په افغانستان کې نړیوالو پانګونو ته زمینه برابروي. د افغانستان د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي چې په سیمه کې له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.
هغه زیاته کړې چې په ګاونډ کې یې چین د نړۍ ستر صنعتي او تجارتي هېواد ګڼل کېږي چې حکومت د یاد هېواد پانګه والو ته د پانګونې زمینه برابروي او که دوی وغواړي له غوره امکاناتو برخمن کېدلی شي.
هغه زیاته کړې چې د چین په ګډون د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او په دې لټه کې دي چې نړیوالې پانګې افغانستان ته را جذب کړي. مجاهد وايي د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي، نو له همدې امله له نورو هم تمه لري چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلې لاس واخلي او یوازې پر متقابل درناوي ولاړې اړیکې وپالي.
































