روسیه ممکن د افغان سولې او ثبات برخه کې مهم رول ولوبوي. ټاس خبري اژانس په کابل کې د پاکستان د سفیر منصور احمد خان له قوله ویلي چې روسیه په سیمه ییزو قدرتونو کې یو مهم هېواد دی او کولی شي د افغان سولې برخه کې ارزښتناک رول ولوبوي. هغه زیاته کړې ده چې روسیې له کلونو راهیسي د افغان سولې برخه کې مهم رول لوبولی دی او اوسمهال دغه هېواد له امریکا، چین او نورو هېوادونو سره خبرې اترې پیل کړې دي څو په افغانستان کې شته خنډونو ته معقولې حل لارې ومومي. منصور احمد ویلي چې په افغانستان کې د مسکو او اسلام اباد هدف یو دی، د ده په خبره، د دواړو هېوادونو ګډه موخه له ترهګرۍ او مخدره توکو سره کارنده مبارزه ده. بلخوا د پېښور پوهنتون یو استاد د منصور خان دې څرګندونو ته په اشارې ویلي چې پاکستان په خپلو بې ځایه ژمنو ځان د افغانانو او نړیوالو پر وړاندې بې باوره کړی دی اوس هڅه کوي چې خپل ځان افغانانو ته سپین وښیي او نړیوالو ته بایللی باور بېرته لاسته راوړي.
































