د خیبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې پرلپسې په دویمه ورځ وسله والو د پولیو څاڅکو د ورکوونکو پر ډله برید کړی دی چې په پایله کې یې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي. سیمه ییزو پولیسو رسنیو ته د یادې پېښې د پخلي ترڅنګ ویلي چې دا پېښه د ټانک په شاده ګره نومې سیمه کې شوې ده. چارواکو ویلي چې تر پېښې وروسته نور پولیس سیمې ته رسېدلي دي خو تر اوسه پورې یې د برید په تړاو څوک نیولي نه دي. د برید پړه هم تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو د پروني هغه مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخیستې وه.
































