د امریکا ولسمشر جوبایډن نن په دغه هېواد کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې متحده ایالات به د ناټو غړو هېوادونو ته نور پوځیان هم واستوي. نوموړي دغه راز ویلي چې که چېرته روسیه پر اوکراین برید وکړي نو د خپلې دغې تېروتنې درنه بیه به پرې کړي. هغه ټینګار کړی دی چې دوی هڅکله د ناټو غړو هېوادونو ته د پوځیانو پر لېږلو فکر نه و کړی خو کله چې روسیه له خپله حده اوړي نو مهمه ده دوی هم خپل اقدامات ډېر کړي. بایډن څرګنده کړې چې ده د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټلفوني خبرو کې روښانه کړې ده چې دغه هېواد به پر اوکراین د برید له امله له ویجاړوونکو اقتصادي ستونزو سره مخ شي. په همدې حال کې جې اووه هېوادونو هم ورته پیغام روسیې ته لېږدولی دی او زیاته کړې یې ده چې پر اوکراین برید به بې ځوابه پاتې نه شي.
































